وضاحت

ameen_admin
sdffsdfsdfs


په ځينو رسنیو کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري بهر ته د تللو استادانو د منفکۍ خبر لاس په لاس کېږي، چې هېڅ حقیقت نه لري. 
البته د هېوادوالو د معلوماتو لپاره باید ووایو، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پرېکړه وکړه، چې د هغو استادانو خالي بستونه اعلان ته وسپاري، چې د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي، د درسي بهیر راپور یې نه راځي او یا یې هم په بهر کې درسي موده پای ته رسېدلې، خو بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي او د پاتې کېدو لپاره کوم معقول عذر هم نه لري.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو شاوخواه (۱۴۰۰) استادان په بهر کې په زده کړو بوخت دي له لوړو زده کړو وزارت سره په اړیکه کې دي، هلته د درس او ژوند اسانتیاوې ورته برابروي او (۴۵۰۰۰۰۰) څلور نیم سوه میلیونه افغانۍ معاشات ورته اجرا کيږي چې یاده بودجه پخوا بهرنیانو ورکوله او اوس د لوړو زده کړو وزارت له بودجي څخه ورکول کېږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements