په کابل پوهنتون کې د ۴۸۰ زره افغانیو په لګښت د یوه باب مسجد د بیارغونې چارې، د دغه پوهنتون له عادي بودجې څخه بشپړې شوې دي.
د کابل پوهنتون کادري او اداري کارکوونکو زیاتوالي په پام کې نیولو سره او د لمانځه اداکولو لپاره د نیږدې ځای اسانتیا برابرولو په موخه د دغه پوهنتون په مرکزي ساحه کې ترانسپورت ته څېرمه یو کوچنی مسجد موجود و، چې د ۴۸۰ زره افغانیو په لګښت پراخ او بیارغونه یې وشوه، چې له بیارغونې وروسته اوسمهال په یوه وخت کې د 500 لمونځ کوونکو ګنجایش لري.
د یادونې وړ ده چې کابل پوهنتون د کادري غړو، اداري کارکوونکو او محصلینو لپاره یو لوی مسجد هم لري.
نېټه: شنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د جمادي الاخر۲۶مه
۱۴۰۳هـ.ش، د جدې ۸مه
۲۰۲۴ م، د ډسمبر ۲۸مه
