د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱
6454654321200

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په اداري بستونو پسې به نه ګرځئ، په داسې یوه علمي ځای کې به خدمت کوئ، چې خیر مو اسلام، اسلامي نظام او مسلمانانو ته ورسیږي».

دغه راز نوموړي یاد فاضلان لا نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او ورته ویې ویل چې تاسو اوس د تخصص مسیر ته برابر شوئ، همېشه به خپله مطالعه جاري ساتئ او په دې زده کړو به بسنه نه کوئ.

شیخ صاحب وویل چې اسلامي نظام د افتاء او قضاء په برخه کې دا ډول متخصصو مفتیانو او قاضیانو ته ډېره اړتیا لري او د قضاء برخه، چې د یو هېواد تر ټولو مهمه برخه ده، مسلکي خواته بېولی شي.

دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زر محمد حقاني مسلکي مفتیان او قاضیان د هېواد پانګه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی به په محاکمو کې ګمارل کېږي او عدالت به قایموي.

نوموړي د اخلاقي او اداري فساد او همدارنګه د طاغوت له منځه وړلو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې مسلمانان به همېشه د اسلام حاکمولو لپاره او کفار د کفر لپاره کار کوي.

همدارنګه په دغه فراغتغونډه کې جیدو علماء کرامو او استادانو فارغ شویو فاضلانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپل هېواد او خلکو ته په اخلاص خدمت وکړي.

د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې فارغو فاضلانو ته د فضیلت دستارونه ورپرسر شول.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۸مه

۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۳۰مه

۲۰۲۵ م د جنوري ۱۹مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS