د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ملي دفاع وزارت د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه د پوځي اکاډمۍ په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۵:۴۹
Dfghjnmkl

 

 

هغه مراسم چې د ملي دفاع وزارت د حضرت ابو عبیده بن جراح رضي الله عنه (ملي دفاع پوهنتون) اړوند د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه د پوځي اکاډمۍ د غونډو په تالار کې د یادې اکاډمۍ د شپاړسمې دورې محصلینو د فراغت په ویاړ جوړ شوي وو، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو سربېره، علماء کرامو او کڼ شمېر افسرانو پکې ګډون کړی وو.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د اسلامي اردو فارغو محصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ په اسلامي ټولنه کې د ځوانانو او اسلامي نظام په ارزښت او مقام خبرې وکړې، هغه وویل چې د انسان ژوند دری پړاوونه لري چې مهم پړاو یې د ځوانۍ پړاو دی، له دغه دورې څخه باید پوره ګټه واخیستل شي، تاسو ځوانان باید خپلو زده کړو ته دوام او په خپلو چارو کې اخلاص وکړﺉ، او ترلاسه کړﺉ تعلیم هېر نه کړﺉ ځکه د تعلیم هېرول ګناه ده.

 

محترم شیخ صاحب فارغینو ته په خطاب کې وویل که اسلامي تاریخ ته وکتل شي، هر ځای د اسلامي نظام دفاع ځوانانو کړې ده، هغه وویل تاسو د اسلامي نظام مدافعین او ساتونکي یاست او مهمه دنده در په غاړه ده که تاسو هر ځای کې په دنده یاست او د الله ﷻ د دین ساتنه او خدمت کوﺉ، دې کې هېڅ شک نشته چې دا بهترین جهاد دی، تاسو د هغه چا په حمایت اوخدمت کې ياست څوک چې د شریعت او الهي قانون تطبیق او نفاذ ترسره کوي.

 

محترم سرپرست وزیر زیاته کړه د ځوانۍ پړاو داسې یو دور دی که سړی ښه استفاده ورڅخه وکړي اسلام، او هېوادوالو ته ښه خدمت کولی شي.

محترم سرپرست وزیر د خپلو خبرو په لړ کې د اسلامي نظام په اهمیت او ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې یواځنی نظام چې د خلکو عزت پکې خوندي دی هغه اسلامي نظام دی، هغه عدالت چې په اسلام کې دی په بل نظام کې نشته، اسلامي نظام هغه نظام دی چې سړی پکې د بنده له بنده ګي خلاصیږي.

 

همداراز محترم شیخ صاحب زیاته کړه د ځوانانو روحیه او جذبه باید تل قوي او پیاوړې وي د شجاعت او غیرت روحیه باید پکې ژوندی وي او پوره ملاتړ یې وشي. ځکه کوم قایدین چې بریالي شوي دي هغوی د خپلو نظامي ملګرواو ځوانانو حمایه او ملاتړ کړﺉ دی.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS