د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Ysbxjsjxn

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کنفرانس پر موخو، راتلونکو پایلو او د استادانو پر مسوولیتونو خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې هر کنفرانس خپل ارزښت لري، خو په دې کنفرانس کې د داسې موضوعاتو اړوند څېړنې وړاندې کېږي، چې د انسان د ذات او روح په اصلاح کې ستر ارزښت لري.

هغه زیاته کړه چې له دې کنفرانس څخه موخه د اسلامي ثقافت ارزښت رابرسېره کول او د اسلامي ثقافت په اړه د استادانو تحقیق او فکر کول دي.

نوموړي دغه راز د کنفرانس په لومړۍ ورځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی خبرو ته په اشارې سره وویل: «د یوه نظام په اړه هغه پالیسي د اعتبار وړ ده، چې د هغه نظام مشر یې لري، تاسو استادانو د تحصیلي نظام، محصل او استاد په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فکر او نظر ولید، چې څومره صمیمانه او د دغې برخې په پیاوړتیا څومره باور لري.»

 محترم سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د اسلامي ثقافت مضمون ځانګړی رول و، چې په کنفرانس کې یې امیرالمؤمنین حفظه الله هم ګډون وکړ، څو د پوهنتون په اړه استادان د هغه نظر واخلي او همدا راز استادانو سره د جلا والي احساس ختم او باور یې حاصل شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه وویل، چې په تېرو اشغالونو کې د علمي مرکزونو په نصابونو کې پردی فکر ور ګډ شوی او زیاتې ستونزې رامنځته شوي دي، د هغه په وینا؛ د دغو ستونزو حل باید د اسلامي ثقافت استادان وکړي.

پاتې دې نه وي، چې په دغه کنفرانس کې نن ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري ۲۵ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې.

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د شوال المکرم ۲۴ مه

۱۴۰۴ هـ.ش د مرغومې ۲ مه

۲۰۲۵ م د اپرېل ۲۲ مه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS