د مسلکي او تخصصي اسنادو د ارزونې کميسيون افتتاح شو

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۵:۳۰
لوړو زده کړو وزارت

په لوړو زده کړو وزارت کې د مسلکي او تخصصي اسنادو د ارزونې په منظور، د مسلکي او تخصصي اسنادو د ارزونې کميسيون جوړ شو او نن د محصلينو چارو د مرستيال له لوري پرانيستل شو.

په دې کميسيون کې د بهرنيو اسنادو د ارزونې او اسنادو د معادلت رياست استازي، د مسلکي محاسبينو د ادارې استازي، د ارزونې عالي اداره او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څو تنه استادان غړي دي او ګمارل شوي څو د هغو کسانو د فراغت اسناد چې له هېواده بهر د محاسبې او تفتيش په برخه کې په اکاډميک ډول نه بلکې په تخصصي او مسلکي ډول راغلي دي، د اسنادو ارزونه او معادلت جوړونه يې د لېسانس، ماسټر او دوکتورا په ډول وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو چارو معين پوهندوی سيدفرهاد شهيد زاده وویل چې په ډېری پرمختللو هېوادونو کې دوه ډوله اکاډميکې زده کړې (تخصصي او مسلکي) مروجې دي چې د يو بل په رسميت پېژندلو او معادلت کې له يو بل سره ورته والی ورکول کېږي.

شهيد زاده وویل چې د هېواد يو شمېر ځوانانو له هېواده بهر مسلکي او تخصصي زده کړې کړې دي چې تر دې وړاندې يې اسنادو ته اعتبار نه ورکول کېده او نه ارزول کېده او له بل لوري يې د کار په بازار په ځانګړي ډول دولتي ارګانونو کې له وړتیاوو کار نه اخيستل کېده.

د محصلينو چارو معين زياته کړه، د دې ستونزې د حل له پاره، د ولسمشري رياست د مقام د حکم له مخې، د ACCA اسنادو د ارزونې کميسيون جوړ شو څو د دولت په بدنه، د تفتيش او محاسبې په برخه کې د دې متخصص او مسلکي بشري ځواک د شموليت اسانتیا برابره شي.

دا کار د ښې حکومتولۍ د بهير د پرمختګ او په دولتي ادارو کې د حساب ورکولو او روڼتيا د برابرښت لامل کېږي.

پوهندوی شهيد زاده د کميسيون ټولو غړو، د ACCA فارغينو او د هېواد اکاډميکې ټولنې ته د دې بريا مبارکي وويله، هیله يې څرګنده کړه څو په راتلونکي کې دغه اقدام د ټولو تحصيلي مدارکو د ارزونې له پاره يو ښه پيل شي.

همداراز له هېواد د بهر اسنادو او معادلت د ارزونې رييس پوهاند حاجي محمد نعيمي، د ياد کميسيون جوړول د ACCA پروګرام د فارغينو د اسنادو د رسمي کېدو له پاره د بن بست ماتولو لامل او همداراز يې هېواد ته د محاسبې او تفتيش په برخه کې د پرمختللو هېوادونو د تجربو لېږد وباله، زياته يې کړه چې له يوه کاري ميکانيزم جوړولو وروسته به د ACCA اسنادو د معادلت جوړونې کار، د کميسيون د کاري ميکانيزم او ارزونې د فورم ټاکل په عملي ډول پيل شي.

په پای کې د ياد کمیسيون د کار د څرنګوالي او د کاري وړتيا د لوړولو په اړه د کميسيون غړو نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS