د اقتصاد او پاليسۍ او عامه ادارې څانګو د تحصيلي نصابونو د بيا ارزونې نهايي دوره پيل شوه

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۱:۲۴
ش

په لوړو زده کړو وزارت کې نن د هېواد د پوهنتونونو د اقتصاد، پاليسۍ او عامه ادارې او کلسټر برخو کې د انګرېزي، معاصر تاريخ، ژوندانه د چاپېريال او کمپيوټر د نصاب د بيا ارزونې درېيمه او وروستۍ دوره جوړه شوه.

په دې دوره کې د اقتصاد، پاليسي او عامه ادارې د برخو د رييسانو، مرستيالانو او د کلسټرونو د منشيانو په حضور کې د تنظيم، صحافت او ډيزاين په جمع بندۍ او همداراز د پوهنتون د سنجول شوو مضامينو له اړتیاوو سره سم لکه (انګرېزي، معاصر تاريخ د ژوندانه چاپېريال او کمپيوټر) د لويو دولتي (کابل، پولي تخنيک، د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون، کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار او شيخ زايد) پوهنتونونو د استازولۍ په ګډون د اړوندو ادارو استازي او د کار د تحصيلي نصاب، د ملي کميسيون غړي يې ترسره کوي.

د ياد ورکشاپ په پيليزه کې د لوړو زده کړو علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وويل چې تر دې وړاندې د ادارو او ډونرانو له لوري په بېلابېلو ډولونو سره برابر شوي وو او کارول کېدل چې د کار له بازار او د محصل له اړتیا سره سم نه وو، خو له نېکه مرغه د تېرو څو کلونو په بهير، په لوړو زده کړو وزارت کې پر ځواب ويونکي او د محصل له اړتیا سره سم نصاب کار کېده او ښې پايلې يې هم لرلې.

د لوړو زده کړو علمي معين زياته کړه چې نصاب په مطلق ډول نه يو ګونی کېږي او پوهنتونونه کولای شي د ولايت او يا هم خپل اړوند زون له اړتیا سره سم، هغه معقولې چارې چې اړتیا يې حس کېږي پکې راوړي، څو فارغ شوی محصل چې څه زده کوي د کار له بازار سره سم وي او وکولای شي د هېواد په پرمختګ او پراختيا کې ګټوره اغېزه ولري.

پوهنمل بالاکرزي د پوهنتون د شاملو مضامينو په اړه څرګنده کړه چې دغه مضامين هم بايد د محصل د مسلکي اړتیا په پام کې نيولو سره سم مخکې يوړل شي او محصل د خپلو عمومي درسونو تر څنګ هغه چارې چې د نوموړي له څانګې سره اړه لري هم زده کړي.

ش

نوموړي په پوهنتونونو کې له جوړو شوو ميکانيزمونو سره سم د نوو نصابونو او څارنې د پلي کېدو په اړه هم ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د تحصيلي بنسټونو د استادانو او رهبري ډلې مکلفيتونه او مسوليتونه هم پياوړي کړل.

همداراز د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د پراختيا رييس پوهنوال صديق الله بارکزي وويل چې د دې پروګرام له پيل څخه تر دې دمه په مجموعي ډول د هېواد له پوهنتونونو څخه له ۱۶۵ تحصيلي څانګو ۴۴ تحصيلي څانګې چې ۲ د حقوقو او سياسي علومو، ۳ د شرعياتو، ۲۱ د انجنيري، ۱۰ د زراعت او ۸ هم د ښوونې او روزنې څانګې د هېواد له پوهنتونونو څخه نهايي او چاپ شوې دي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS