په سيد جمال الدين افغان پوهنتون کې د سولې مرکز پرانېستل شو

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۱:۳۶
ل

د ياد مرکز د پرانيستې په مراسمو کې د کونړ والي، د ننګرهار او کونړ پوهنتونونو ريیسانو، استادانو، د کونړ ولایتي شورا منشي، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او محصلینو برخه اخیستې وه.

د سیدجمال الدین افغان پوهنتون مشرتابه د یاد مرکز فعالیتونه تشرېح کړل زياته يې کړه: سوله د بشر لپاره د ساه اخيستو  په څېر ارزښت لري.

او د هېواد کې اقتصادي، سیاسي، ټولنیزه او پرله پسې پراختيا پر سوله او ټيکاو پورې تړلی ده. بېوزلي، لوږه، جګړه او بې عدالتي په ټولنه کې د ځنګل قانون دودېدل د جنګ ناوړه پايلې دي چې وروسته پاتې او بېوزله  هېوادونه يې ښه بېلګه دي.

د یاد مرکز د فعاليتونو پر مټ به د ننګرهار او سيد جمال الدين افغان پوهنتونونو د استادانو او محصلينو  ترمنځ د علمي همکاریو، تجربو، اړیکو او د محصلینو لپاره د ګډو کنفرانسونو، سمپوزیمونو او علمي سفرونو زمینه برابره شي.

د پوهنتون مشرتابه د کونړ له والي، له ننګرهار څخه راغلي پلاوي، له بېلابېلو ادارو څخه راغلو استازو او قومي مشرانو مننه وکړه.

د مراسمو په پای کې شاهدالله امن د کونړ ولايت والي محمد اقبال سعيد له لوري د سولې مرکز د مسؤل په توګه د پوهنتون ادارې ته ور وپېژندل شو.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS