د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معين له مهمند ۲۰۰بستريز نړيوال روغتون څخه ليدنه وکړه

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۶:۲۱
ل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عالي مقام په لارښوونه، د لوړو زده کړو وزارت یو پلاوی د علمي چارو معین تر مشرۍ لاندې د مهمند دوه سوه بستریز نړیوال روغتون، د طب پوهنځي لپاره د روغتیايي امکاناتو څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او ورسره پلاوي کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په لړ کې د مهمند روغتون د ارزونې څخه وروسته وویل چې یاد روغتون په دې برخه کې ډیر پر ځای او د نړیوالو ستنډردونو په پام کې نیولو سره پانګه اچونه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت پلاوی د دې روغتون بیلابیلې برخې، طبي تجهیزات، لابراتوارونه، طبي او خدماتي پرسونل، عملیاتخونې، د مریضانو بسترونه او نورې برخې له نږدې وکتلې چې له نیکه مرغه د دغه روغتیايي مرکز امکانات د افغانستان په کچه خورا لوړ ځای کې شتون لري.

پوهنمل بالاکرزي په وینا دغه روغتون د طب پوهنځي ایجاد لپاره هم یو لړ امکاناتو لکه درسي خونو او تجهیزاتو په برخه کې کار کړی دی .

همدارنګه د نوموړي روغتون چارواکو په خبره د مهمند نړیوال روغتون مختلفې طبي څانګې لکه د زړه ناروغانو، ارتوپیدي، سترګو، عمومي داخله، عصبي، جراحي، نسایی ولادي او د بیلابیلو لابراتواري عادي او پرمختللي معایناتو څانګې لري چې د باتجربه روغتیاپالانو له لوري د کندهار په شمول د لوی کندهار او ټول هېواد ناروغانو ته په ۲۴ ساعته ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

په پام کې ده چې د مهمند ۲۰۰ بستریز نړیوال روغتون د کتنې رپوټ، د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي له لوري، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام سره شریک کړل شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS