ننګرهار پوهنتون کې د څېړنې میتودولوژۍ ورکشاپ پیل شو

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۹:۲۶
g

یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په نوښت د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) کې جوړ شوی او پنځه ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار او د الفلاح خصوصي پوهنتونونو ۲۶ تنه استادان په کې برخه لري.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د څېړنې پر ارزښت او د ټولنې د ستونزو په حل کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل: " دا د پوهنتون د استادانو او څېړونکو دنده ده، چې په ټولنه کې د شته ستونزو په اړه څېړنې وکړي او پایلې او حل لارې یې له مسوولو ارګانونو سره شریکې کړي."

پوهاند بهسودوال د ننگرهار پوهنتون د سولې مرکز د دې نوښت څخه مننه وکړه، چې د ټولنیزې سولې او کړکېچ حلولو په اړه د روزونکو پروګرامونو او عامه پوهاوي سربېره د څېړنې په برخه کې هم ورکشاپونه دایروي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د سولې مرکز مشر پوهندوی نعیم جان سروري او د ورکشاپ روزونکی پوهنیار نقیب الله اتل نور ویناوال وو، چې په ورکشاپ کې د تدریسېدونکو موادو او میتودونو په اړه یې ګډونوالو استادانو ته معلومات ورکړل او له هغوی یې غوښتنه وکړه، چې په ورکشاپ کې د فعال ګډون سربېره ترلاسه شوي مواد او معلومات د خپلو اړوندو څانګو له نورو استادانو سره هم شریک کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS