د لوړو زده کړو وزیر د پاکستان له سفیر سره وکتل
لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصير، په افغانستان کې د پاکستان له سفیر منصور احمدخان سره وکتل.
لوړو زده کړو وزیر د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې ډاکټر عباس بصیر د پاکستان له لوري افغان محصلينو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې له امله مننه وکړه او ويې ویل چې د دغو بورسونو یوه برخه دې د کانکور مخکښانو ته ورکړل شي.
په دې کتنه کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل پاکستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي، نوموړي زياته کړه دوی سږ کال هم افغان محصلينو ته ۱۰۰۰ بورسونه ورکړي دي.
د پاکستان سفیر د بورسونو د ازموینې د پروسې په اړه خبرې وکړې. نوموړي د لوړو زده کړو له وزیر وغوښتل چې د بورسونو د ازموینې له پروسې لیدنه وکړي.
د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چې د کانکور نخبه او مخکښو محصلينو ته به بورسونه ورکوي.
