د مسلکي پراختيا 6 مرکزونو د جوړولو تړون لاسليک شو

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۶:۲
ل

د هیواد څلورو ولایتي پوهنتونونو کې د مسلکي پراختیا (PDC) شپږو مرکزونو جوړولو تړون، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال نور احمد دروېش او ګټونکې کمپنۍ تر منځ لاسلیک شو.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د یاد تړون د لاسلیکولو پر مهال وویل؛ چې د مسلکي پراختیا مرکزونو جوړولو اساسي موخه د هیواد د تحصیلي بنسټونو اکاډمیک مدیریت او رهبرۍ د مهارتونو لوړول دي.

نوموړي د تړون تطبیق‌کوونکې کمپنۍ څخه وغوښتل چې په ټاکلې موده کې د یاد تړون کار پای ته رسولو تر څنګ د هغه کیفیت ته هم جدي پام وکړي.

د ګټونکي شرکت مسوول هم ژمنه وکړه چې نوموړې پروژه به د تړون شرایطو مطابق او ټاکل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره پای ته ورسوي.

د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو رییس عبدالله صوفي زاده په وینا؛ ددغې پروژې ټول لګښت ۱۷ میلیونه او ۸۲۵ زره افغانۍ دی چې د لوړو زده کړو وزارت له بودجې ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (کندهار)، غزني، د غزني انجنیري، هلمند، نیمروز او وردګ تحصیلي بنسټونو سربېره د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې ۲۶ مرکزونه جوړ شوي چې د شپږو نویو په بشپړېدو سره به یې شمېر ۳۲ ته ورسېږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS