وردګ د لوړو زده کړو موسسه کې د کمال خان بند د پرانيستنې په ویاړ علمي سیمینار جوړ شو
په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین عبدالتواب بالاکرزي، محمد عارف رسولي، امین الله عادل، وردګ د لوړو زده کړو مشر، د علمي او زدکړیالانو چارو مرستیال، د پوهنځیو مشرانو ، د څانګو آمرینو، استادانو، اداري کارکوونکو او زدکړیالانو ګډون درلود.
یاد سیمینار د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي په وینا پرانیستل شو چې د لوړو زده کړو وزارت څخه په آنلاین توګه وصل و. نوموړي د خپلې وینا په پیل کې د پوهنتون له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه چې په دې برخه کې یې د نورو پوهنتونونو په څېر په دې مهمه موضوع علمي سیمینار جوړ کړی دي. نوموړي په خپله وینا کې په درېیو مهمو ټکو ټینګار وکړ، چې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې باید تدریس، علمي خدماتو او څېړنو ته اړینه پاملرنه وکړي، ترڅو اکاډمیک مرکزونه د ښه کیفیت او ښو خدماتو د وړاندې کولو جوګه شي. نوموړي د دې تر څنګ د کمال خان بند په ارزښت باندې رڼا واچوله. د علمي چارو معین استادان او زدکړیالان دې ته وهڅول چې د خپلو ملي پروژو پر ارزښت څېړنې وکړي او د هېواد په ښاروندانو کې د مثبت فکر کولو روحیه را ژوندۍ کړي.
د سیمینار په دویمه برخه کې وردګ د لوړو زده کړو موسسې مشر پوهنیار مسعود حسن زي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیمینار پر اهمیت هراړخیزه وینا وکړه. نوموړي زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم موږ هم د کمال خان بند د پرانیستنې په ویاړ په پوهنتون کې بېلابېل پروګرامونه تر پلان لاندې نیولې دي، لکه: نیالګي کېنول، علمي مقالې لیکل، د علمي کنفرانس جوړول او دې ته ورته ځینې نور پروګرامونه هم په پلان کې دي.
د ناستې درېیمه برخه د علمي سیمینارونو په تشرېح کولو پیل شوه. لومړی انجنیر محمد عارف رسولي چې د غونډې سره په آنلاین بڼه وصل و «د اوبو د سرچینو په هر اړخیز مدیریت» باندې وینا وکړه.
ورپسې امین الله عادل «د کمال خان بند له امله د رامنځته شویو کارونه او فرصتونه» تر سرلیک لاندې موضوع باندې رڼا واچوله او نوموړي د ماهر کارګرو په رول او روزنه باندې ټینګار وکړ..
د غونډې په پای کې د کرنې پوهنځي د اګرانومۍ ډيپارټمنټ آمر پوهنیار نور محمد احمدي د «واټر شيد Watershed» تر سرلیک لاندې موضوع باندې وینا وکړه. نوموړي د واټر شیډ پر مفهوم، اغېزو، پراختیا او موخو باندې رڼا واچوله او سیمینار هم د ګډونوالو په پوښتنو او د نظریاتو په شریکولو لا نور هم رنګینه او خوندوره فضا رامنځته کړه.
سیمینار، زدکړیالانو ته د پولتخنیک پوهنتون پیاوړي استاد صفت الله بهیج په پیغام چې اوس مهال په بهر کې د دوکتورا په زده کړو بوخت دی راټول او د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېد.
