د پوهنتونونو د لابراتوارونو تجهیزاتو کمیسیون پرانیستل شو

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۴:۳۶
g

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکز او ولایتونو د تحصیلي بنسټونو د طبي او تخنیکي تجهیزاتو او لابراتوارونو د ستونزو څېړلو، مشخصولو او بیاکتنې په موخه یو کمېسیون جوړ شو.

د یاد کمېسیون پرانیستغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د نوموړي کمېسیون د جوړېدو موخه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د معیاري لابراتوارونو برابرول او په تحصیلي بنسټونو کې د لابراتوارونو د ارزښت په ډاګه کول وبلل.

مالي او اداري معین زیاته کړه، چې په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د هېواد په پوهنتونونو کې د لابراتوارونو د ستونزو له منځه وړلو په اړه د یوه کمېسیون جوړولو طرحه وړاندې کړه چې له نېکه مرغه نن یې د پرانیستې شاهدان یو.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو رییس عبدالله صوفي زاده او د علمي پروګرامونو د پراختیا رییس پوهندوی علي جان عادل د وسایلو د کیفیت او د تحصیلي بنسټونو د لابراتوارونو د توحید او په هر پوهنځي کې د یوې کمېټې جوړولو پر اړتیا خبرې وکړې.

په پام کې ده چې د کمېسیون په راتلونکې غونډه کې د انجنیري، طب او کرنې پوهنځیو د اړتیا وړ لابراتواري وسایلو په اړه د کمېسیون غړو له خوا عملي ګامونه پورته شي.

د یاد کمېسیون غړو وروسته له یو لړ بحثونو څخه پرېکړه وکړه چې په راتلونکې اونۍ کې به د انجنیري، طب او کرنې پوهنځیو د اړتیا وړ لابراتواري وسایلو په اړه عملي ګامونه واخیستل شي.

د یادونې وړ ده چې په یاد کمېسیون کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او یو شمېر رییسانو په ګډون د کابل، کابل طبي علومو، پولي تخنیک، هرات او کندهار پوهنتونونو استازي غړیتوب لري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS