د زدکړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۱۱
g

د لوړو زده کړو وزارت زدکړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته د دغې برخې معین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده په مشرۍ تر سره شوه. په دغه ناسته کې د دولتي او خصوصي زدکړیالانو، د بهرنیو اسنادو ارزونې، د اکاډمیکو چارو څارنې او ارزونې ریاستونو رییسانو، د زدکړیالانو چارو سلاکار او د زدکړیالانو د خدمتونو د انسجام آمرې هم ګډون کړی و.

په دغه ناسته کې د تېرو پرېکړو د پلي کېدو د ډاډ پر راپور سربېره، د زدکړیالانو د خدمتونو د پروګرامونو لکه؛ د مشاورې د خدمتونو پروګرامونه، د پوهنتونونو سپورټي فدراسیون، د تحصیلي نندارتونونو او سمپوزیمونو جوړول، د فن او مهارتونو زیاتول، نویو زدکړیالانو ته لارښوونه، نوښت، د معلولینو ځانګړو خدمتونو او د ملاتړو تحصیلي خدمتونو په اړه خبرې وشوې او نظرونه شریک شول او همدارنګه د کارونو له پېژندلو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

د زدکړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته په اوونۍ کې یوه ورځ هره دوشنبې د زدکړیالانو اړوند مسایلو د کار پېژندنې او پرېکړو په موخه ترسره کېږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS