د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د AHEAD پروژې له مسوولینو سره ولیدل

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۲:۳۷
g

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش او د مسلکي تعلیماتو انسټیټیوت معین حمید اکبر نن د AHEAD پروژې له مسوولینو سره ولیدل. په دغه لیدنه کې د کرنې، طب، انجنیري او روغتیا په برخو کې د(دوه کلنې ډيپلومې) پروګرام پر پیلولو بحث وشو.

د لوړه زده کړو مالي او اداري معین وویل چې د پوهنتونونو د اړتیاوو پر بڼست د لابراتوارونو لپاره باید تخنیکي کسان وروزل شي او په دغه برخه کې د مسلکي تعلیماتو انسټیټیوت کولای شي پوره همکاري وکړي.

همدارنګه په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د AHEAD پروژه دې څېړنه وکړي ترڅو د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ څانګې په ګوته شي او د ګډ ډیپلوم پروګرام دې ډیزاین شي.

دواړه خواوو تصمیم ونیوه چې په راتلونکې غونډه کې به د یوې ګډې طرحې د چمتو کولو پر څرنګوالي بحث وکړي ترڅو له AHEAD سره شریکه شي او هغوی یې د پلي کولو پر څرنګوالي غور وکړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS