د لوړو زده کړووزیر په ترکیه کې د افغانستان مدني او تحصیلي بهیرونو له غړو سره وکتل

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۷:۱۹
ل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر ترکیې ته د سفر پر مهال په دغه هېواد کې د افغانستان مدني او تحصیلي بهیرونو له غړو سره وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان مدني او تحصیلي بنسټونو د بهیرونو مشرتابه پلاوي د استانبول ښار، زیتون بور ناحیې ولسوال او د ولسوال مرستیال، زیات شمېر زدکړیالانو، مدني فعالانو او ترکیه مېشتو افغان هنرمندانو ګډون کړی وو.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر د علمي او اکاډمیکو موضوعاتو، د لوړو زده کړو وزارت عمده فعالیتونو، ستونزو، فرصتونو او پروګرامونو په اړه وینا وکړه.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر په ترکیه کې د افغان زدکړیالانو ستونزې واورېدې او د ستونزو د هواري، تحصیلي او مالي اسانتیاوو او همدارنګه د علمي څېړنو لپاره د سرچینو د کمښت ستونزو په برخه کې د افغانستان او ترکیې پوهنتونونو پر دوامداره او پراخه همکاریو ټینګار وکړ

ورپسې هغو بنسټونو  او زدکړیالانو چې په ناسته کې یې ګډون کړی و، خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې ویل چې تحصیلي بورسونه زیات او د لیاقت پر بنسټ شي. دغه راز په بېلابېلو برخو کې له زدکړیالانو سره د مرستې او همکاریو زیاتول لکه، د کارموندنې اسانتیاوې، د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د کلتوري مدرسې جوړول او په ترکیه کې د افغاني بنسټونو پېژندل او همدارنګه هغوی یې له افغان زدکړیالانو سره همکارۍ ته وهڅول

د لوړو زده کړو وزیر ترکیې ته د خپل سفر یوه موخه په دغه هېواد د افغان زدکړیالانو د ستونزو هواری وباله او خپلو اسانتیاوو او سرچینو ته په کتو یې د هغوی د غوښتنو د منلو ژمنه وکړه.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS