په لوړو زده کړو بنسټونو کې د کورونا ویروس د تطبیق د چټکتیا په موخه ناسته وشوه

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۹:۵۷
ل

د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د کورونا ویروس واکسین تطبیق پروسې په اړه، لوړو زده کړو وزارت کې ناسته وشوه.

دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رییس پوهنوال انجنیر محمد شریف امین، د خصوصي محصلانو رییس پوهندوی دوکتور خیبر سیفي، د نشرانو او عامه اړیکو سرپرست رییس او د وزارت ویاند پوهنیار حامد عبیدي، د عامې روغتیا وزارت د واکسین بهیر سلاکار ډاکټر احمد ناصر واثق او د مرکزي پوهنتونونو مرستیالانو؛ د کورونا واکسین د تطبیق پر بهیر خبرې وکړې.

د مرکزي پوهنتونونو مرستیالانو د ناستې ګډونوالو ته په یادو پوهنتونونو کې د واکسین بهیر د پیل په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه؛ چې دا پروسه دې لاچټکه شي.

د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رییس وویل چې تر راتلونکو دوه اونیو پورې به په ټولو دولتي پوهنتونونو کې محصلین واکسین شي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د نشراتو سرپرست رییس هم وویل چې د اړوندې برخې کاري ټیمونه هڅه کوي چې د ټولو پوهنتونونو کارکوونکي او محصلین واکسین شي. نوموړي زیاته کړه چې د واکسین تطبیق په موخه به د عامې روغتیا وزارت او ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره همغږي لاچټکه کړي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت استازي هم ډاډ ورکړ چې دوی خورا ډېر واکسین لري او کولای شي تر راتلونکو لس ورځو په ټول هېواد کې د پوهنتونونو استادان، کارکوونکي او محصلین واکسین کړي.

د عامې روغتیا وزارت استازي زیاته کړه؛ هغه محصلین چې اوسمهال په ولایتونو کې دي، کولای شي په اړوندو ولایتونو کې واکسین ترلاسه کړي او پاتې نور به مرکز ته تر راستنېدو وروسته واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې د کورونا ګواښ تر ۳۵ سلنې کم دی، د زمري میاشتې په ۱۶مه به حضوري درسونه پیل شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS