په شیخ زاید پوهنتون کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق پروسه پيل شوه
د شیخ زاید پوهنتون په کادري روغتون کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق بهیر د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو لپاره پیل شو .
د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد داود بابکرخیل د یاد واکسین ښيګڼو ته په اشارې سره وویل: « د یو مصئون تحصیلي چاپیریال رامځنته کولو لپاره باید ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادان، محصلان او کارکوونکي خپل ځانونه واکسین کړي او پوهنتون ته د ننوتو پر مهال د واکسین کارت له ځان سره ولري.»
د یادونې وړ ده، چې د نورو ولایتونو محصلین کولی شي، د خپل ولایت اړوند روغتیایي مرکزونو کې ځانونه واکسین کړي او د واکسین کارت له ځان سره ولري، څو پوهنتون ته د داخلیدو پرمهال له ستونزو سره مخ نه شي.
