د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت د سرپرست په مشرۍ تر سره او د وړاندې شوو مواردو په اړه بحث او نظرونه سره شریک شول

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۰ - ۹:۲۲
شورای معینیت امور محصلان وزارت تحصیلات عالی، تحت ریاست سرپرست معینیت امور محصلان این وزارت دایر و روی موارد مطرح شده بحث و تبادل نظر صورت گرفت

۱۴۰۰کال، د لړم ۹مه، لوړو زده کړو وزارت 
د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت د سرپرست په مشرۍ تر سره او د وړاندې شوو مواردو په اړه بحث او نظرونه سره شریک شول. 
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو سرپرست معین، له اړوندو ریاستونو وغوښتل، چې د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د زده کړیالانو د ستونزو د حل او له تحصیلي بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد ځوانانو لپاره د مناسبې تحصیلي فضا د برابرولو په برخه کې لازمې اقدامات تر سره کړي. 
وروسته له اجنډا سره سم د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا غړو له لازمو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه، چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د زده کړیالانو د تبدیلۍ په برخه کې، د خصوصي زده کړیالانو چارو ریاست یوه جامع طرحه ترتیب او په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي. 
همدارنګه په دغه ناسته کې هغه د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو زده کړیالان چې د ستونزو له  امله د ۱۴۰۰کال، پسرلي سمسټر له ازموینې پاتې دي، اړوندو خصوصي بنسټونو ته یې سپارښتنه  وکړه، چې د اضافي پیسو له اخیستلو پرته، هغو زده کړیالانو ته د ازموینې زمینه برابره کړي، چې کومه قانوني ستونزه نه لري. 
دغه راز د هغو خصوصي پوهنتونونو په اړه، چې د ناقانع کوونکو دلایلو پر اساس یې درسونه نه دي پیل کړي او له زده کړیالانو یې فیس هم اخیستی، سپارښتنه ورته وشوه، چې ډېر ژر زده کړیالانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او له هغې پرته دې د زده کړیالانو فیسونو او نور مادي حقوق بېرته ورکړل شي، تر څو وکولی شي، په نورو پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS