د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ جوړه شوه.
شنبه، ۹ سلواغه ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني په کار او تصمیم نیولو کې پر روڼتیا او ایماندارۍ ټینګار وکړ او د لوړو زده کړو وزارت له ټولو مسوولینو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې په خپلو اړوندو څانګو کې د قانون او کاري لارښوونو سره سم د ولس او هېوادوالو لپاره خدمت وکړي او هېڅ راز همکاري ترې ونه سپموي.
وروسته له اجنډا سره سم د غونډې غړو په یادو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وکړل او لازم تصمیمونه یې ونیول.
