د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د مرکزي پوهنتونونو له مسوولانو سره، د پوهنتونونو د پیل لپاره د تیاري په موخه ناسته وکړه
۱۴۰۰ سلواغه ۳۰مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د مرکزي پوهنتونونو له مسوولانو سره، د پوهنتونونو د پیل لپاره د تیاري په موخه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د استادانو د جذب لپاره د کادري ازموینې او نوملیکنې د غوره مدیریت، د ګډ تحصیلي نظام د مخنیوي پر حل لارو، د پوهنتونونو د امنیتي سکټور لپاره د منظم پرسونل پر برابرولو او د دولتي تحصیلي بنسټونو د اړتیا وړ اداري وسایلو په اړه تفصیلي خبرې وشوې، چې د مدیریت په اړه یې د ناستې ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه راز د یادو موضوعاتو لپاره د مرکزي پوهنتونونو څخه د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو پرېکړه وشوه، چې اړتیاوو ته په کتو لازمې حل لارې ورته پیداکړي
