د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ا.ا.ا او امریکا تر منځ د دوحې تاریخي تړون د دویمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ناستې ته خبرې وکړې.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۰ - ۱۲:۳۰
k

۱۴۰۰کال، د کب ۱۰مه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ا.ا.ا او امریکا تر منځ د دوحې تاریخي تړون د دویمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ناستې ته خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په یاده ناسته کې، چې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له لوري جوړه شوې وه، ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د تېرې ۲۰کلنې مبارزې مجاهدینو ته مبارکي وویله.

نوموړي وویل: «د اسلام سیاسي نظام په هر وخت او هر ځای کې د پلي کېدو وړ دی.» او زیاته یې کړه څومره چې امریکا د وسایلو له پلوه زوروره وه، په هماغه کچه افغانان کمزوري وو، خو د الله تعالی نصرت او د مجاهدینو د اېمان زور د دې لامل شول، چې مغروروه امریکا په ګونډو کړي.

دوکتور لطف الله خیرخواه وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې د امریکا پوځي جګړه پای ته رسېدلې، خو فکري جګړه یې لا هم دوام لري او ویې ویل چې موږ باید د الله تعالی د دغې نعمت شکر ادا کړو او تر ټولو ښه شکر دا دی، چې نعمت په سم ډول وکارول شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS