د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي تخصصاتو لوی ریاست له مسؤلینو سره ناسته وکړه

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۵
U

۱۴۰۰کال، د کب ۱۲مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي تخصصاتو لوی ریاست له مسؤلینو سره ناسته وکړه.  
په دغه ناسته کې د اسلامي تخصصاتو د ریاست. له مسٶلينو څخه مولوي صاحب محمد، مولوي  صاحب محمد صادق او مفتي صاحب تاج محمد  ګډون کړی وو. 
د دغه ریاست مشرتابه د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د تخصصاتو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او د یاد مرکز ستونزې او اړتیاوې یې په ګوته کړې، چې د ښاغلي مولوي عبدالباقي حقاني له لوري د ستونزو د حل او تخصص د زیاتوالي ژمنه ورسره وشوه.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS