د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د دغه وزارت کارمندانو ته نوی مالی او اداري معین ورمعرفي کړ.
۱۴۰۰کال، د کب ۲۴مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د دغه وزارت کارمندانو ته نوی مالی او اداري معین ورمعرفي کړ.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، دنده ستر مسؤلیت وباله او نوي مالي او اداري معین ته یې د الله تعالی له دربار څخه په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه. وروسته د چارو ادارې استازي شیخ سیف الدین د محترم امیرالمؤمنین حفظه الله رسمي حکم ولوست، چې مولوي حافظ محمد حامد حسیب د لوړو زده کړو وزارت د نوي مالي او اداري معین په توګه وټاکل شو.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت نوي مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب یاده دنده ستر مسؤلیت وباله او د الله تعالی له دربار څخه یې د دغه ستر مسؤلیت د ادا کولو او خلکو ته د خدمت کولو توفیق وغوښت.
