د کابل پوهنتون تدارکاتي اعلان

Akmal_admin
اعلان تدارکاتی پوهنتون کابل

Publish Date

Closing Date

Location کابل

د فورم ګڼه: P_ 01
د ۱۴۰۱کال لپاره د ترتیب او تدارک پروژه، د کابل پوهنتون د اړتیا وړ دوه ډوله تېلو ډېزل او پطرول، چې (۱۰۰۰۰۰) سل زره لیتره ډېزل او (۲۲۰۰۰) دوه ویشت زره لیتره پطرول او (۹۰۰۰۰) نوي زره کیلو ګرامه ایراني مایع ګاز ته اړتیا لري.  

د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون ریاست ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دوه ډوله تېلو (۱۰۰۰۰۰) سل زره لیتره ډېزل او (۲۲۰۰۰) دوه ویشت زره لیتره پطرول او همدارنګه (۹۰۰۰۰) نوي زره کیلو ګرامه مایع ګاز، د  ۱۴۰کال لپاره، چې د پېژندنې شمېره یې MOHE/KU/1401/001/NCB/L1..L2 ده، په داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د شرطپاڼې چاپ او اړوند افر په خپل فلش کې د کابل پوهنتون ریاست د تدارکاتو امریت څخه تر لاسه او خپل افرونه په سرتړلي ډول د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له چلنلارې سره سم، د اعلان له نېټې څخه وروسته تر ۲۱ ورځو پورې، د سهار تر (۱۰:۰۰) بجو پورې د تدارکاتو امریت د تړونونو مدیریت ته، چې د جمال مینې، کارته سخي، د علي اباد روغتون مخامخ موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي. 

د افر پرانیستلو ناسته د سهار په (۱۰) بجو، د یادې پروژې په شرطپاڼه کې له ذکر شوې نېټې سره سم، د تدارکاتو امریت په دفتر کې چې د کابل پوهنتون پخواني پارکېنګ، د پوسته خانې دهلېز ښي لاس (۴) شمېره خونه کې ترسره کېږي. 
د دوه ډوله تېلو د افر تضمین د ګرانټي بانګ په توګه (۵۳۳۳۰۰) پينځه سوه او دري دېرش زره او دری سوه افغانی دی او د مایع ګازو ګرانټي بانګ بیه (۴۴۳۲۵۰) څلور سوه او دری څلوېښت زره او دوه سوه او پینځوس افغانی ده.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders