د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه معینیت تر مشرۍ لاندې ریاستونو سره د نوبتي لیدنو په لړ کې، نن د تدارکاتو ریاست له مسؤلانو سره وکتل.

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۸:۲۸
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه معینیت تر اثر لاندې ریاستونو سره د نوبتي لیدنو په لړ کې، نن د تدارکاتو ریاست له مسؤلانو سره وکتل.

۱۴۰۱کال، د وري ۴مه
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه معینیت تر مشرۍ لاندې ریاستونو سره د نوبتي لیدنو په لړ کې، نن د تدارکاتو ریاست له مسؤلانو سره وکتل. 
یاده ناسته د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، وروسته د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو رئیس قاضي عبدالنصیر ملازوی او د دغه ریاست کارکوونکو د خپلو تېرو کړنو راپور وړاندې کړ. د تدارکاتو ریاست موخه یې د ټولو مرکزي او دویمي واحدونو د ادارو د تدارکاتو د اړتیاوو پوره کول وبلل. 
دغه راز د یاد ریاست مسؤلانو د تدارکاتو اوصول، د تړونونو پروسه، راتلونکی پلان او د کارونو د ښه والي او چټکتیا په موخه خپله طرحه وړاندې کړه. 
وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د تدارکاتو ریاست کارونه وستایل او د یاد ریاست کارکوونکو ته یې وویل، چې زموږ ملت ډېر ځورېدلی، نو موږ ته پکار ده، چې په سمه توګه خلکو ته خدمات وړاندې کړو او خپلو مسؤلیتونو ته پوره پاملرنه وکړو. نوموړي وویل، چې په کارونو کې نیک نیت درلودل د اجر او ثواب لامل ګرځي. یاده ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS