د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې جامع مرکز څخه لیدنه وکړه.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۸:۶
d

۱۴۴۳هـ.ق کال، د شعبان ۲۷مه

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې جامع مرکز څخه لیدنه وکړه. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور فضل الرحمن رحماني د علي‌آباد روغتون مسؤلینو او ځینو استادانو هم حضور درلود، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي خیرخواه د یادې پروژې د لیدنې پر مهال د مسولینو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د دغه ودانۍ د پاتې کارونو د بیا پیل او شته ستونزو د هوارولو لپاره به جدي هڅې کوي. 
دوکتور خیرخواه زیاته کړه، چې د یادې پروژې په تکمیل سره به د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي. 
د یادولو وړ ده د علي آباد تدریسي روغتون اړوند د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز ودانۍ کارونه تقریبا ٪۸۰ بشپړ شوي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS