د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس حامد یعقوبي د مرکزي پوهنتونونو د محصلانو له مرستیالانو سره ناسته وکړه

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۰:۵۴
Y

۱۴۴۳هـ.ق، د شعبان ۲۷مه
د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس حامد یعقوبي د مرکزي پوهنتونونو د محصلانو له مرستیالانو سره ناسته وکړه. 
په دغه ناسته کې د مرکز څلورو (کابل، کابل پولي تخنیک، کابل طبي او ښوونې او روزنې) پوهنتونونو د محصلانو چارو مرستیالانو  په یادو پوهنتونونو  کې د تشدیدي درسونو د څرنګوالي په اړه راپور ورکړ او همدارنګه ستونزو او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.  
د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس د مرکز څلورو پوهنتونونو د مسؤلانو له هڅو مننه وکړه او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. 
په یاده ناسته کې د لېسانس دورې د روزنیزې مقررې په اړه هم بحث وشو او د یادو پوهنتونونو د محصلانو چارو مرستیالانو ته دنده وسپارل شوه، چې خپلې طرحې د یوې اونۍ په جریان کې ترتیب او راتلونکې ناسته کې یې وړاندې کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS