د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره پلاوي د هرات پوهنتون له مسؤلینو سره لېدنه ترسره او د ستونزو حل ډاډ يې ورکړ.
۸/۱۰/۱۴۴۳
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره پلاوي د هرات پوهنتون له مسؤلینو سره لېدنه ترسره او د ستونزو حل ډاډ يې ورکړ.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب او ورسره پلاوي، د هرات پوهنتون له رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني او یو شمیر نورو مسؤلینو سره لېدنه ترسره کړه.
په دې کتنه کې د یاد پوهنتون د فعالیتونو په اړه د خبرو ترڅنګ پر شته ستونزو او ننګونو بحث ترسره او نظرونه تبادله شول، چې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین له لوري د ځینو ستونزو حل کولو ژمنه وشوه.
همدارنګه یاد پلاوي د هرات پوهنتون له نا تکمیله پروژو، د معلوماتي ټېکنالوژۍ مرکز، مرکزي کتابتون او نورو مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د پوهنتون مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
