د کابل پولي تخنيک پوهنتون د فوټسال سيالۍ چې د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د لسو ټيمونو په ګډون پيل شوې وې، د
7/11/1443
17/3/1401
د کابل پولي تخنيک پوهنتون د فوټسال سيالۍ چې د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د لسو ټيمونو په ګډون پيل شوې وې، د جيولوژي او کانونو پوهنځي د ټيم په بريا سره پاى ته ورسېدې.
د دغه کپ په وروستۍ لوبه کې د جيولوژي او کانونو ټيم د ترانسپورټ د ودانيو له ټيم سره سيالي وکړه او د جيولوژي او کانونو ټيم وتوانيد د ٦-٤ په توپير سره د دې سياليو اتلولي خپله کړي.
په دې سیالیو کې د ټرانسپورټ د ودانیو ټیم دویم او د کیمیاوي ټکنالوژۍ ټیم درېیم ځای خپل کړ.
د سياليو په پای کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون رئيس عبدالرشيد اقبال سپورټ د روغتيا ضمانت وباله او ويې ويل، ورزش تل په ټولنه کې د سولې او يووالي پيغام دی.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو د انسجام امریت عمومي مدیر سيد انورشاه سادات وويل، وزارت ژمن دى، چې د ورزشي ټورنمنټونو له لارې د محصلینو د بدني او ذهني وړتياو د لوړولو او د مهارتونو د لوړولو لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي سادات زیاته کړه، چې د محصلینو د خدمتونو د انسجام امریت د منظور شوې طرحې له مخې به دا ډول ورزشي سیالۍ د هېواد په نورو پوهنتونونو کې هم په لاره واچول شي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه فوټسال کپ د جيولوژي او کانونو لوبډلې لوبغاړي عبدالله مرادي د غوره ګول وهونکي لقب خپل کړ.
