د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي سکټورونو پر مشرانو د سفر د بندیز پرېکړه، د افغانستان د تحصیلي نظام د پرمختګ پر وړاندې د خنډونو د جوړولو په مانا ده.

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۴:۳۰
fg

۱۴۴۳/۱۱/۲۶

۱۴۰۱/۴/۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي سکټورونو پر مشرانو د سفر د بندیز پرېکړه، د افغانستان د تحصیلي نظام د پرمختګ پر وړاندې د خنډونو د جوړولو په مانا ده.

دغه خبرې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حق اني د ترکیې له رسمي سفر وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې موږ د ا.ا.ا له فتحې وروسته په کمو امکاناتو د یوې اونۍ په جریان کې ټول خصوصي او څه موده وروسته مو ټول دولتي پوهنتونونه د محصلانو پر مخ پرانیستل، نو نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو ته پکار ده، چې په تحصیلي برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ترکیې ته د خپل رسمي سفر او د دغه هېواد د تعلیمي او تحصیلي برخو له چارواکو سره د لیدنو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه چې د دغه سفر پر مهال مو له افغان محصلانو او استادانو سره وکتل، د وېزو، تحصیلي فیسونو او نورو برخو کې مو د هغوی ستونزې واورېدې او د ترکیې هېواد له اړوندو مسؤلانو سره په همغږۍ مو حل کړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، چې په دغه سفر کې ترکي چارواکو د بورسونو زیاتوالي، افغان استادانو ظرفیت لوړولو لپاره د پروګرامونو جوړولو، تجروبو شریکولو او په افغانستان کې د یوه پوهنتون د جوړولو ژمنې راسره وکړه.

د یاد خبري کنفرانس په پای کې د رسنیو استازو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او کنفرانس پای ته ورسېد.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS