د لوړو زده کړو وزارت پلاوي کندهار ته د خپل سفر په جریان کې د کندهار له والي سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د دیني معتبرو جامعاتو د ثبت او ایجاد رییس مولوي اسدالله فرید په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د کندهار له والي الحاج محمد یوسف وفا سره د لیدنې پر مهال د کندهار پوهنتون پر ستونزو، په کندهار کې د لوړو زده کړو پر پرمختګ او لوړو زده کړو ته د کندهار ځوانانو د تشویق په اړه خبرې وکړې او د کندهار له والي څخه یې وغوښتل چې د کندهار پوهنتون د سړک جوړونې، سرسبزۍ، آبیارۍ او ځينو نورو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې له لوړو زده کړو وزارت سره همکاري وکړي.
وروسته د کندهار والي الحاج محمد یوسف وفا د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د کندهار پوهنتون د ستونزو د حل په برخه کې د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او ناسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.
