په نیمروز ولایت کې د قضاء او افتاء او حدیث علومو د ماسټري پروګرام پیل شو.

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۸:۳۳
erte

د قضاء او افتاء او حدیث علومو د ماسټري پروګرامونو د پرانیستې په موخه د زرنج ښار په  دانشسرای عمر فاروق (رض) مدرسه کې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د دیني معتبرو جامعاتو د ثبت او ایجاد رییس مولوي اسدالله فرید، د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې رئیس دوکتور حمیدالله مزمل، د دولتي ادارو رئیسانو، د نیمروز د مدارسو مسؤلانو او د یادې مدرسې سلګونو طالبانو حضور درلود. 
مراسم د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شول او وروسته د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د دیني معتبرو جامعاتو د ثبت او ایجاد رییس مولوي اسدالله فرید وویل: «د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د هدایت پر اساس له نېکه مرغه په نیمروز کې د قضاء او افتاء او حدیث علومو د ماسټري پروګرام نن پیلیږي، چې موږ یې د پرانیستې شاهدان یو.» 
ښاغلي فرید زیاته کړه چې زموږ موخه د علمي کادرونو رزونه او ټولنې ته وړاندې کونه ده او لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د ځوانانو لپاره د غوره تحصیلاتو زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه چې په نیږدې راتلونکي کې به د علماء کرامو د اسنادو اروزنه پیل شي. 
د دانشسرای عمر فاروق (رض) مدرسې د حدیث استاد مولوي عصمت الله مولوي زاده یاد ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت لوړ پوړي پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې په نیمروز ولایت کې له پخوا تر اوسه د دیني علومو په برخه کې د نورو ولایتونو طلاب زده کړې کوي او ټولنې ته یې ډېر دیني عالمان او مجاهدین وړاندې کړي دي.  
ښاغلي مولوي زاده زیاته کړه چې د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت څخه مو هیله دا ده چې په نیمروز ولایت کې د لوړو زده کړو بنسټونو د ځواکمنتیا په برخه کې همکاري وکړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS