د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې پروګرامونو آمریت له لورې د لوړو زده کړو وزارت ملکي خدمتونو کارکوونکو ته درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۸:۵
sfsdfsdss

په دغه روزنیز پروګرام کې د لوړو زده کړو وزارت د ملکي خدماتو مرکزي ریاستونو او د دوېمي واحدونو شاو خوا (۲۳۸) کارمندانو ته د (سازمانونو ټولنیز کول او د اداري پروسو په اړه پوهاوی) ترنامه لاندې ترسره شو، چې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو آمر عبیدالله مولایي له لورې د پروګرام ګډونوالو ته د لوړو زده کړو وزارت پېژندنې، د دې وزارت تشکیلاتي سېستم، د وزارت په کچه د رهبري څرنګوالي، د اداري جوړښت سلسه مراتب، د دولتي سازمانونو جوړښت او د هغوي د کارونو ماهیت او د ملکي خدمتونو د مامور مسؤلیتونو په اړه معلومات وړاندې شول او د ګډونوالو پوښتنو ته یې  ځوابونه وویل.
د ظرفیت لوړونې پروګرامونو آمر عبیدالله مولایي یادونه وکړه، چې دغه برنامه یې د ریاست د پلان مطابق په لاره اچولې وه او په راتلوونکي دې ورته نور پروګرامونه هم په پلان کې لري، چې په خپل وخت کې به ترسره شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS