د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د عربي ژبې ازموینې بهیر له نږدې وڅاره.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د یادې ازموینې پر شفافیت ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې دا بهیر عادلانه مخ ته یوسي، ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا وویل چې د دغو بستونو په ډکول سره به د اسلامي ثقافت په برخه کې د یادو پوهنتونونو اړتیا پوره او پر استادانو به فشار راکم شي.
همدارنګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي د ازموینې د شفافیت ډاډ ورکړ او په استادانو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.
همدا راز د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تکنالوژۍ آمر محمد منصور واحدي د آزموینې په اړه لنډ معلومات ورکړل، چې آزموینه په شفاف ډول د (Program(OEP)Online Exam) له لارې اخیستل کېږي، جعل پکې امکان نه لري او د آزموینې له پای ته رسېدو وروسته بې له کوم ځنډ څخه پایله اعلانوي.
د کابل ښوونې او روزنې، کابل طبی او کابل پولی تخنیک پوهنتونونو د (۳۳۰) علمي کادري بستونو لپاره له نوماندانو څخه د عربي ژبې آزموینه واخیستل شوه.
