د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ریاست کارکوونکو ته د کاري طرزالعملونو او د فاضلانو فورمونو د طی مراحل په اړه معلومات ورکړل.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۹:۵۶
ryy


ياده شوې غونډه د قرانکریم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس مولوي سیف الدین حماد وویل، چې د دا ډول غونډو له جوړولو څخه یې موخه د اسنادو د ارزونې له بهیرونو او کاري طرزالعملونو سره د کارکوونکو اشنا کول دي.

دغه راز په ياده غونډه کې د سندونو د ارزونې رئيس مولوي دُراللّٰه ، د اسنادو د ويش او او د سوابقو تنظیم رئیس مولوي سيف الرحمن شينواري او د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست د جامعاتو او تخصصاتو ایجاد رئيس مولوي اسدالله فريد، هر يو په خپل وار سره د کاري پروسیجرونو پلي کولو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رياست د ظرفيتونو د لوړولو امر عبيدالله مولايي د اداري پروسې او د فاضلانو فورمونو د طی مراحل په اړه مفصل او هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به هم ورته غونډې جوړې شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS