ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د (Bronchoscopy) څانګه فعاله او د ماشومانو واټ یو شمېر څانګو بیارغونه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې څانګې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د ننګرهار پوهنتون مالي اداري چارو مرستیال، د تدریسي روغتون رئیس، استادانو او ډاکترانو له لوري په رسمي ډول پرانیستل شوې.
د تدریسي روغتون د مسؤلینو په وینا د (Bronchoscopy) څانګه د ختیځ دولتي روغتونونو په کچه په لومړي ځل د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت فعاله شوې، چې له تنفسي لارې به د اجنبي اجسامو په ویستلو کې له ناروغانو سره مرسته وکړي.
همدارنګه د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون په ماشومانو واټ کې د خوار ځواکو کوچنیانو لپاره مجهزه ICU، داخله، عقلي او عصبي څانګو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې په دې سره به د ننګرهار ولسونو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
