د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په جریان کې د سیدنا ابراهیم نخعي رحمه الله له جامعې څخه لیدنه وکړه او د یادې جامعې له مسؤلینو او استادانو سره یې وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د ابراهیم نخعي رحمه الله جامعې له مشرتابه پلاوي، استادانو او کارکوونکو سره په ناسته کې د تشکیلاتي جوړښت، مالي امکاناتو، تحصیلي چارو او ستونزو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې جامعې د ستونزو په برخه کې د همکارۍ د ژمنې تر څنګ، د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وکړې.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۴/۶/۲۴هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۲۷هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۱۷م
