په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکزي خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره دیني ـ علمي سمینار د علمي موضوعاتو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
د یاد سمینار په درېیمه ورځ هم د علماء کرامو له لوري د مسلمانانو د امیر حقوق او وجایب، د جهاد حقیقت او اهمیت او د اسلامي امارت پالیسي موضوعات وړاندې شول او د استادانو او علماء کرامو تر منځ بحثونه پرې وشول.
د یاد سمینار په پایناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د خوارجو ناروا مفکورې ته په اشارې سره ټول افغانان یووالي ته راوبلل او زیاته یې کړه چې موږ باید ډله ډله نه شو، د یوې مفکورې او یوه قیادت تر سیوري لاندې ژوند وکړو.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي سکټور خدمتونه وستایل او هغوی یې لا ډېر خدمت ته وهڅول. نوموړي د خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې هر ډول خدمت او ستونزو په برخه کې یې همکارۍ ته تیار دی.
وروسته د عدلیې سرپرست وزیر شیخ صاحب عبدالحکیم شرعي د علم او نظام پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي امارت د قوانینو پر جوړولو کار روان کړی. نوموړي زیاته کړه چې موږ به په نېږدې راتلونکې کې د قران، سنتو او حنفي فقې پر بنسټ د ولاړو قوانینو شاهدانو وو.
همدارنګه د پوهنې سرپرست وزیر مولوي صاحب حبیب الله آغا د اسلامي نظام او خپلواکۍ پر شکر اداکولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې زموږ ټولنه او دین بېل اصول او ارزښتونه لري، چې باید له کفري نړۍ سره یې تفکیک کړو. هغه وویل چې موږ پر تعلیمي نصاب کار کوو، تر څو له خپل دین او ارزښتونو سره سم نصاب جوړ کړو.
په پای کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د یاد سمینار له تنظیمونکو او ګډونوالو څخه مننه وکړه، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او په ولایتونو کې یې هم د دا ډول سمینارونو د جوړولو خبر ورکړ.
د یادولو وړ ده چې دغه سمینار درې ورځې دوام وکړ او د علماء کرامو او استادانو تر منځ پر علمي او دیني موضوعاتو بحثونه پکې وشول.
