د لوړو زده کړو وزارت اداري او زېربنا رئیس په مشرۍ د دغه وزارت ټاکل شوي پلاوي د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې د کانتینرونو د وسایلو ارزونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه مقام په لارښوونه د دغه وزارت د اداري او زېربنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزي په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، د یاد تحصیلي بنسټ د استازي په حضور کې د کانتینرونو د وسایلو لیدنه او څارنه وکړه او په بېل بېل ډول یې د وسایلو لېست ترتیب کړ.
همدارنګه یاد پلاوي د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې له دوو پروژو څخه، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري تمویلیږي، هم لیدنه وکړه.
