د لوړو زده کړو وزارت اداري او زېربنا رئیس په مشرۍ یوه پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د تخصصاتو لپاره د ځای مشخصولو تر څنګ، د پکتیا پوهنتون څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زېربنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزي، په داسې حال کې چې د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري یې هم ملتیا کوله، د پکتیا پوهنتون له اداري چارو لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون له تشکیل څخه د ښې ګټې اخیستنې له امله خوښي وښوده.
نوموړي پلاوي په یاد ولایت کې د تخصصاتو لپاره د ځای او امکاناتو برابرولو تر څنګ د یاد پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون مسؤلینو ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
همدارنګه د یاد پوهنتون مسؤلینو د تخصصاتو لپاره د ځای او امکاناتو برابرولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
