د پاکستان هیواد د بورسونو (۵۰) تحصیلي سیټونو لپاره د (۱۳۹۸) کانکور لوړو نمرو لرونکو خبرتیا او لیست

ناپیژنده (not verified)
mohe

په کابل کې میشت د پاکستان اسلامي جمهوریت محترم سفارت د خپلې یادونې په ترڅ کې د پاکستان هیواد د لوړو زده کړو کمیسیون  HEC له طرفه د افغانستان د کانکور (۵۰) تنو د لوړو نمرو لرونکو لپاره د تحصیلي بورسونو له ورکړي څخه خبر ورکړی دی. بناء هغو واجد شرایط نوماندانو ته خبر ورکول کیږي چې نومونه یې د دې خبرتیا سره په ضم شوي لیست کې موجود دي او نشر ته سپارل شوي دي، چې د نوم ثبتولو او د لازمو فورمونو د لاسته راوړلو لپاره د ۱۳۹۸/۱۱/ ۸ نیټې پورې د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش عمومي دهلیز کې د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست ۲۱ شمیرې غرفې ته مراجعه وکړي.

Documents

لست دارندگان بلند ترین نمرات کانکور 1398 برای 50 تن سیت بورسیه تحصیلی کشور پاکستان

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements