په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان اقتصادي پرمختیا لومړني ملي کنفرانس دویمه ورځ د استادانو له لوري د څېړنیزو مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده
د یادو مقالو محتوا د افغانستان د سترو پروژو سم مدیریت، صادرات، واردات، پانګونه، اقتصادي سرچینو په نښه کول او اقتصادي ثبات رامنځته کولو لارې چارې وې، چې د پکتیا پوهنتون په دوو بېلا بېلو تالارونو کې وړاندې شوې.
د کنفرانس په دویمه ورځ د افغانستان او ځینو بهرنیو هېوادونو تحصیلي بنسټونو استادانو له لوري د افغانستان پر اقتصاد د قوش تیپې کانال اغېزې، له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د افغانستان په اقتصادي وده کې د صادراتو او وارداتو اغېزې، د افغانستان پر اقتصادي پرمختیا د لوړو زده کړو اغېزې، د افغانستان په کانونو کې فرصتونه او ننګونې، د هېواد په اقتصادي پرمختیا کې د زکات رول، د ښې حکومتولۍ اغېزې د هېواد په اقتصادي پرمختیا کې او دې ته ورته موضوعاتو مقالې وړاندې شوې.
د یادولو وړ ده چې د کنفرانس په دویمه ورځ د ۱۱ داخلي او بهرنيو پوهنتونونو استادانو له لوري شاوخوا ۴۰ مقالې وړاندې شوې او پاتې نورې به یې له اجنډا سره سم د درې ورځني کنفرانس په درېیمه ورځ وړاندې شي.
