د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې په قطر هېواد کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رئیس سهیل شاهین سره وکتل.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په روان کال کې د هېواد تحصیلي نظام په اړه معلومات ورکړل، د لوړو زده کړو وزارت پر فعالیتونو او لاسته راوړنو یې خبرې وکړې.
همدارنګه په یاده لیدنه کې د دواړو له لوري په بهر کې د افغان علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې زمینې برابرولو، د نړۍ له پرمختللو پوهنتونونو سره د هېواد پوهنتونونو اړیکو جوړولو، تجربو شریکولو او د لوړو زده کړو د پرمختګ پر لارو چارو بحث وشو.
