لوړو زده کړو وزارت د استادانو، محصلینو او کارمندانو لپاره د اړینو مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له افغان بېسیم مخابراتي شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک موخه؛ د لوړو زده کړو وزارت استادانو، محصلینو او کارمندانو لپاره د ځانګړو سیمکارتونو برابرول، د انټرنېټ، غږیز او لنډ متن پیغامونو ځانګړې کڅوړې، د هېواد د مرکز او ولایتونو محصلینو لپاره د انلاین کورسونو، د "موبایل مني" سیستم له لارې د کارمندانو د معاشونو ورکړه، د کال سنټر جوړول او نور خدمات پکې شامل دي.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وويل چې د لوړو زده کړو وزارت د تدريسي چارو او اداري پياوړتيا او لازمو اسانتياوو رامنځته کولو لپاره پرلپسې پروګرامونه او پلانونه لري او همداراز یې د یاد هوکړه لیک د ګټو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د افغان بېسیم شرکت د پلاوي رئیس علي الله سروري وویل، د هېواد تحصیلي نظام پیاوړتیا او پراختیا د ټولنې د هر وګړي دنده ده او ژمنه یې وکړه، چې یاد شرکت د لا زیاتو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه له لوړو زده کړو وزارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس انجنير احمد ضيا جبارخېل هم د یاد هوکړه ليک د لاسليکولو د ګټو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دې سره به محصلینو لپاره د ارزانه او وړیا انټرنټ برابرولو په برخه کې د نورو اړینو اسانتیاوو ترڅنګ د کال سنټر له لارې مراجعینو ته د لنډو پیغامونو د استولو اسانتیاوې هم برابرې شي.
یاد مراسم د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د پلاوي رئیس له خوا د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل.
