د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په میوند تدریسي روغتون کې د دریو پروژو پرانیسته وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په میوند تدریسي روغتون کې د جلدي وارډ لیزر څانګه، یو مسجد او د برېښنا نوي برج پروژې له تکمیل وروسته پرانیستې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال وویل چې د ا.ا.ا په تېر دوه کلن حاکمیت کې، په کمو امکاناتو ډېر کارونه کړي دي. نوموړي روغتونونه د ټولنې له لومړنیو او جدي اړتیاوو څخه وبلل او ویې ویل چې نظام مکلف دی چې د خپل ولس لپاره غوره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو پروژو په تکمیل کې د میوند تدریسي روغتون د مشرتابه او کارکوونکو هڅې وستایلې او کور ودانی يې ورته ووايی.
د میوند تدریسي روغتون د مسؤلینو په وینا د جلدي وارډ لیزر څانګه دICRC له لوري، د برېښنا برج او د میوند تدریسي روغتون مسجد مالي لګښت د نور خیریه بنسټ مسؤل حاجي رحمت الله راشیدي له لوري ورکړل شوی دی، چې یاد مسجد د یوه کال په موده کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت ورغول شو.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۵\۴\۲۵هـ.ق ۱۴۰۲\۸\۱۸هـ.ش ۲۰۲۳\۱۱\۹م
