د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه مقام د حکم پر اساس د دغه وزارت د څارنې او ارزونې رياست پلاوي د لغمان پوهنتون څخه څارنه او ارزونه وکړه.
یاد پلاوي د لغمان پوهنتون د علمي، محصلانو او مالي او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه، د یاد بنسټ د مشرتابه، استادانو او محصلینو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د وزارت له مقام سره به یې شریکې کړي.
د تحصیلي بنسټونو څارنه او ارزونه د تحصیلي او اداري چارو ښه والي، د ستونزو د حل، د مسؤلینو او محصلینو د وړاندیزونو اورېدو په موخه ترسره کېږي.
