د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د زابل لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې او تدریسي ودانیو جوړولو کار د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۴:۱۹
jkdashkjdkajs


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب زابل ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یادو ودانیو د کار د پیل ترڅنګ د دغه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هغه غونډه کې چې د زابل د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د ولایتي مسؤلینو، د علماوو شورا د غړو، مجاهدینو، استادانو او محصلینو په ګډون جوړه شوې وه، د یاد وزارت د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د زابل د خلکو د قهرمانۍ او مبارزې یادونه یې وکړه.
هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې په هېواد کې د لوړو زده کړو پرمختګ او پراختیا ته د امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړې پاملرنې پر بنسټ یادې پیسې د زابل لوړ زده کړو مؤسسې د ستونزو د حل په موخه منظورې او له نېکه مرغه د دغې مؤسسې د لیلیې او د تدریسي ودانۍ د جوړولو چارې نن رسماً پیل شوې.
همدارنګه د زابل ولایت مسؤلینو، د علماوو شورا رئیس، د یادې مؤسسې رئیس او د استادانو او محصلینو په استازولۍ یو تن استاد او محصل خبرې وکړې، په دغه مؤسسه کې د يادو پروژو د پرانستلو له امله خوښي وښوده او  یو شمېر ستونزې او غوښتنې يې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره شريکې کړې، چې د هغه له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS