د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا!

ameen_admin
lkdjalkclkd


 
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د میوند تدريسي روغتون اړتیا وړ دوه ډوله تېلو(ډېزل او پټرول) تهیه او تدارک پروژې قرارداد د هارون بلال تجارتي شرکت ته، چې د(0101-7380) شمېره جواز درلودونکی دی. د کابل مرکز، شهزاده سرای کې B237شمېره دکان لري، په (9,625,440) نهه ميليونه شپږ سوه پنځه ويشت زره څلور سوه څلويښت افغانيو ورکړي.  
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements